په کابل کې د ایرنا د خبریال د راپور له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د سه شنبه ورځ د کب په ۲۱ مه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته په غبرګون کې وویل: افغانستان له نړیوالې ټولنې سره د یو ځای کېدو لپاره تر ټولو غوره هڅه کړې ده.
هغه زیاته کړه: افغانستان هغه مهال له نړیوالې ټولنې سره په بشپړه توګه مدغم کېدلی شي، چې ملګري ملتونه د لویو هېوادونو له نفوذ پرته په خپلو پرېکړو کې په خپلواکه توګه عمل وکړي.
فطرت ټینګار وکړ: که د ملګرو ملتونو پرېکړې د افغانستان په جګړه کې د ښکېلو هېوادونو تر اغېز لاندې راشي، د دغو هېوادونو له خوا رامنځته شوې نړيواله ټولنه کې د شاملېدو لپاره به د افغانستان لپاره ستر خنډ وي.
د ایرنا د خبر له مخې، د ملګروملتونو د امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه وکړه چې د دغې شورا دوو غړیو (چین او روسیې) له افغانستان سره په رغنده تعامل ټینګار وکړ.
په دې شورا کې د روسيې استازي وويل: نړۍ بايد له افغانستان سره له باج غوښتلو پرته تعامل وکړئ.
د پیغام پای/
Your Comment